د کرکټ نړیوالي شورا د کال په غوره لوبډله کي درې افغان لوبغاړي هم شامل دي

د کرکټ نړیوالي شورا (ICC) نن جمعه د تېر ۲۰۲۴ ز کال د یو ورځنیو سیالیو د غوره وړتیا ښودونکو لوبغاړو یوولس کسیز نوملړ خپور کړی، چي درې افغان لوبغاړي هم پکښي شامل دي.
په اعلان سوې لوبډله کي د افغانستان له خوا رحمن الله ګربز، عظمت الله عمرزی او الله محمد غضنفر اخیستل سوي دي.
دغه راز په دې لوبډله کي څلور سریلانکايي، درې پاکستاني او یو د ویسټ اینډیز لوبغاړي شامل سوي دي.
د کرکټ نړیوالي شورا د معلوماتو پر اساس د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلي په تېر زیږدیز کال کي په یو ورځنیو او شل اوریزو سیالیو کي غوره لاسته راوړني درلودې.