د کرکټ نړیوالي شورا له لوري د ښځو ترمنځ د پیل سوي شل اوریز جام د نیمه پایلوبي څلور لوبډلي معلومي سوې

د یادې شورا د معلوماتو پر اساس، له A ګروپ څخه اسټرالیا د لومړۍ او نیوزیلنډ دویمي لوبډلي په توګه نیمه پایلوبي ته لار پیدا کړې ده.

دغه راز له B ګروپ څخه ویسټ اینډیز د لومړۍ او سویلي افریقا د دویمي لوبډلي په توګه نیمه پایلوبي ته ځانونه رسولي دي.

ټاکل سوې ده چي لومړۍ نیمه پایلوبه د اسټرالیا او سویلي افریقا ترمنځ سبا پنج‌شنبه د دوبۍ په لوبغالي کي ترسره سي.

همدارنګه دویمه پایلوبه د اکټوبر په ۱۸مه د نیوزیلنډ او ویسټ اینډیز ترمنځ ترسره کېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *