د کرکټ نړیوال جام؛ جنوبي افریقا له هند سره پایلوبه کوي

ټاکل سوې چي سبا د کرکټ د شل اوریز نړیوال جام پایلوبه د جنوبي افریقا او هند ترمنځ وسي.
په نیمه پایلوبه کي جنوبي افریقا د افغانستان لوبډلي ته او هند د انګلستان لوبډلي ته ماته ورکړې وه.
دا لوبي د شلو لوبډلو ترمنځ د جون په لومړۍ نېټه د امریکا د متحد ایالتونو او ویسټ اینډیز په کوربتوب پیل سوي چي پایلوبه به یې سبا شنبه د افغانستان پر وخت ماښام ۷ بجې په ویسټ اینډیز کي وسي.
سویلي‌افریقا په لومړۍ نیمه پای‌لوبه کي افغانستان ته په ماته ورکولو سره په لومړي ځل په پای‌لوبه کي لوبیږي.
د هند کرکټ ملي لوبډلي بیا یوازي یو وار د شل اوریزو سیالیو نړیوال جام په ۲۰۰۷ کال کي ګټلی دی.