د کرکټ نړیوال جام؛ په اتو غوره لوبډلو کي افغانستان خپله لومړۍ لوبه پر هند وبایلل

د افغانستان کرکټ ملي لوبډله په نړیوال شل‌اوریز جام سیالیو کي د اتو غوره لوبډلو په پړاو کي خپله لومړۍ لوبه پر هند وبایلل.
د نننۍ لوبي پچه د هند لوبډلي وګټله او د توپوهني پرېکړه وکړه چي په ټاکلو شل اورونو کي یې د ۸ لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۸۱ منډي جوړي کړې.
په توپ اچونه کي د افغانستان له لوري راشد خان او فضل الحق فاروقي درې – درې او نوین الحق بیا د هند یو لوبغاړی وسوځاوه.
په مقابل کي افغان لوبډلي د هند له لوري ورکړل سوی هدف پوره نه کړ او په شلم اور کي یې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۳۴ منډي جوړي کړې او د ۴۷ منډو په توپیر یې ماته وخوړه.
د کرکټ ملي لوبډله به د اتو غوره لوبډلو پړاو کي خپله دویمه لوبه د رواني جون میاشتې په ۲۳مه له اسټرالیا سره وکړي.