د کرکټ نړیوال شل اوریز جام؛ د اسټرالیا د ماتي له امله افغانستان نیمه پایلوبي ته نور هم نږدې سو

د کرکټ د نړیوال شل اوریز جام د ۸ غوره لوبډلو د سیالیو په لومړي ګروپ کي نن هند اسټرالیا ته په ۲۴ منډو ماته ورکړه او په دې توګه افغانستان نیمه پایلوبي نور هم نږدې سو.
هند د ۵ لوبغاړو د سوځېدو او د ۲۰ اورونو په پای کي ۲۰۵ هدف ورکړ چي دا په دې شل اوریز جام کي زیاتي منډي دي.
که څه هم اسټرالیا د هند د لوړ هدف پر مقابل کي ښه توپ وهنه وکړه خو د ۷ لوبغاړو له سوځېدو او د ۲۰ اورونو په پای کي یې ۱۸۱ منډي وکړې او لوبه یې بایلل.
دې ماتي د افغانستان پر وړاندي د اسټرالیا رنز رېټ ټیټ نه کړ او اوس هم اسټرالیا منفي صفر اعشاریه ۳۳۱ ده خو افغانستان منفي صفر اعشاریه ۶۵۰ دی.
د افغانستان او بنګله دېش لوبه سبا د افغانستان پر وخت د سهار پر ۵ بجې پیلیږي.
له دوهم ګروپ څخه جنوبي افریقا د لومړي ټیم او انګلیستان د دوهم ټیم په توګه نیمه پایلوبي ته وتلي دي.
که افغانستان بنګله دېش ته ماته ورکړه، په نیمه پایلوبه کي به له جنوبي افریقا سره مخامخ کیږي.