د کرکټ نړیوال شورا وايي، افغان کرکټ لوبډله د ا.ا د پالیسیو مسووله نه سي ګڼل کیدای

د کرکټ نړیواله شورا «ICC» وايي د افغانستان کرکټ بورډ په دې هیواد کي د ا.ا د پالیسو لپاره مسول نه سي ګڼل کیدای او دوی د افغان کرکټ لوبډلي ملاتړ کوي.
د کرکټ مشهوري ویب پاڼي کرک انفو د کرکټ د نړیوالي شورا د یو ویاند قوله لیکلي چي د افغانستان کرکټ او لوبغاړو ته د هغه څه له کبله سزا نه ورکوي، چي دوی یې مسوول نه دي.
د افغانستان د کرکټ له ملي لوبډلي سره د ځینو هیوادونو په ځانګړي د انګلستان د کرکټ د ملي لوبډلي د لوبو د نه کولو له غوښتني وروسته د کرکټ نړیوالي شورا «آی.سي.سي» ویلي له افغانستان سره به د کرکټ د ودي لپاره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.
په ټولنیزو رسنیو کي هم ګڼو افغانانو او د کرکټ د چارو ځینو پوهانو په دې اړه خبري او تبصرې کړي او د افغانستان د کرکټ له ملي ټیم سره یې د نورو هیوادنو د لوبو د نه کولو مسله غندلې ده.
د هیواد پخواني ولسمشر حامد کرزي هم د کرکټ لوبډله ستایلې ده او ویلي، یې دي چي دوی د افغانستان ملي بیرغ لوړ ساتلی.