د کرکټ په روان شل اوریز جام کي هند پاکستان او ویسټ انډیز سکاتلنډ ته ماته ورکړه

په متحدو عربو اماراتو کي د ښځو د کرکټ په روان شل اوریز جام کي هند پاکستان او ویسټ انډیز سکاتلنډ ته ماته ورکړه.

په لومړۍ لوبه کي، چي د دوبۍ په نړیوال میدان کي وسوه، هند د پاکستان د ۱۰۶ منډو هدف په ۱۹م اور کي پوره کړ.

د لوبي غوره لوبغاړې د هند اروندهاتي ریدي سوه. دې په څلورو اورونو کي د پاکستان درې لوبغاړي وسوځولې او ۱۹ منډي روباندي وسوې.

په همدې ورځ په دویمه لوبه کي ویسټ انډیز سکاتلنډ ته ماته ورکړه.

ویسټ انډیز د سکاتلنډ د ۱۰۱ منډو هدف په ۱۲م اور کي پوره کړ.

د دغه لوبي غوره لوبغاړي د ویسټ انډیز چینل هنري سوه. دې یوه لوبغاړې هم وسوځوله او په ۱۰ توپونو یې ۱۸ چټکي منډي هم وکړې.

د تېري ورځي په دوو نورو لوبو کي انګلنډ بنګله دېش او استرالیا سري لانکا ته ماته ورکړې وه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *