د کرکیټ نړۍواله شورا د افغانستان د ښځینه کرکیټ ټیم ملاتړ ته دوام ورکوي

د کرکټ نړۍواله شورا وایې، د افغانستان د ښځینه کرکټ لوبغاړو د ملاتړ لپاره یوه ځانګړې کاري ډله او مالي صندوق رامنځ ته کوي.
دغه شورا وایې د هندوستان، انګلستان او اسټرالیا کرکټ بورډونو سره په ګډه به د افغانستان د ښځینه کرکټ لوبغاړو په شخصي او مسلکي پرمختګ کي مرسته وکړي.
د کرکټ نړۍواله شورا به د افغان ښځینه کرکټ لوبغاړو د ملاتړ لپاره یوه ځانګړې کاري ډله هم جوړه کړي او دغه راز به د لوبغاړو د مستقیم مالي ملاتړ د چمتو کولو لپاره بودېجه هم ځانګړې کړي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *