د هلمند ولايت د تاریخي او لرغونې کلا، قلعه بست شیشک چي د نړېدو له ګواښ سره مخامخ دئ، د ط…البانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وايي، چي د دغه شيشک د حفاظتي چارو لپاره ئې ۸۰۰ زره افغاني ځانګړي کړي او په خبره ئې چي ديوې مياشتي په موده کي به د دغه شيشک حفاظتي چارې په يو نيم جريب ځمکه کي بشپړې کړي. د هلمند د اطلاعاتو او فرهنګ رياست مسؤلين وايي، چي د دغه شيشک د ساتني او حفاظت لپاره به د باراني اوبو د اېستلو او جذب لپاره ځانګړې لارې ورغول سي، چي په مرسته به ئې د دغې تاريخي کلا د شيشک د نړېدو او خرابېدو مخه نيول سوې وي.