د کندز ولايت په امام صاحب ولسوالۍ کي د ۷۰ چاپندازانو ترمنځ د شمال ختيځ زون په کچه د وزلوبې سيالۍ ترسره سوې، چي دوې ورځي يې دوام وکړ.
مسوولین وایي، د دغو سياليو په پايله د ميدان حکم له لوري په لومړۍ او دويمه ورځ يو-يو اخرالاق اعلان سو، چي دواړه اخرالاقه ذبيح الله پهلوان د روح الله نظري په آس تر حلالې دايرې ورساوه او د سياليو گټونکی سو.