د کندهارـ هرات پر لويه لار د ترافيکي پېښي له امله ۱۵ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

د هلمند ولایت د ط..البانو د امنيې قومندانۍ څخه په نشر سوې خبرپاڼه کي ويل سوي دي، چي د چهارشنبې په ورځ د کندهارـ هرات پر لویه لاره ۵۸۰ مسافر وړونکی بس موټر د يو بل مو ټر سره ټکر سوی چي له امله ئې يولس کسان وژل سوي او څلور تنه نور ټپيان سوي دي.
په خپره سوې خبرپاڼه کي ويل سوي دي، چي دغه ترافيکي پېښه د کندهار ـ هرات پر لویه لار د کاریز زمانی په سیمه کي رامنځ ته سوې ده.
خبرپاڼه دغه راز زياتوي، چي ديادي پېښي ټپیان د هلمند ولایت د ګرشک ولسوالۍ صحي مرکز ته د درملني په موخه انتقال سوي د ي.
د يادوني وړ ده، چي په دې وروستیو کي ترافیکي پېښي په افغانستان کي ډېري سوي دي او هر کال سلګونه کسان په کښي خپل ژوند له لاسه ورکوي