د کندهار اوسېدونکي او تجاران وايي د پاکستان د ويزو اخيستلو پروسه غير شفافه او د درغليو ډکه ده

د کندهار اوسېدونکي او د سیاحتي شرکتونو استازي شکایت کوي، چي د پاکستان ویزې ورځ تر بلي سختېږي چي هغوی ئې د ستونزو سره مخ کړي دي.
د هغوی په وینا، دا ستونزه نه یوازي ناروغانو ته، چي د درملني له پاره پاکستان ته ځي، لویه سرخوږي جوړه کړې؛ بلکي تجاران ئې هم د اقتصادي زیانونو سره مخ کړي دي.
د کندهار یو تن اوسېدونکي څراغ تلوېزيون ته وايي: “موږ د ویزې له پاره پیسې مخکي ورکوو، خو بیا هم زموږ غوښتنې ردېږي.”
د سیاحتي شرکتونو مسئولين هم ورته ستونزي یادوي او زیاتوي چي د پاکستان سفارت د ویزې ورکولو په پروسه کي شفافیت نه لري، هغوی څراغ تلوېزيون ته داسي وويل: “ډیر خلګ، حتی هغه چي عاجله اړتیا لري، لکه ناروغان، ردېږي او یا ئې اسناد پرته له دلیل څخه نه قبولېږي، چي دغه کړني موږ او هم ئې زموږ مشتريان د سختو ستونزو سره مخ کړي دي.”
په ورته وخت کي تجاران هم وايي چي د پاکستان د ویزو ځنډ ئې کاروبار سخت زیانمن کړی دئ.
هغوی وايي: “زموږ مالونه په پاکستان کي بند پاته دي، ځکه شخصاً نسو تلای. د ویزې اخیستل یوه ستونزمنه پروسه ده، چي هېڅ منظم اصول نه لري، او زیات وخت پیسې هم ضایع سي.”
د کندهار اوسېدونکي او تجاران د ط..البانو دحکومت او نړۍوالو ادارو غواړي چي د پاکستان له چارواکو سره جدي خبرې وکړي، څو د ویزې پروسه اسانه او شفافه سي او عام خلګ له دې غیرعادلانه ستونزو خلاص سي