د کندهار اوسېدونکي: د اقتصادي ستونزو له امله ډېری کسان د اختر توکي نه رانیسي

د کندهار اوسېدونکي وایي، اختر ته خوښ دي خو د پخوا په څېر د ډېري مېوې یا نورو توکو رانیولو ته پلان نه لري.
د دوی په وینا، بې روزګاري، اقتصادي او نوري ستونزي هغه لاملونه دي چي ډېری کسان یې د اختریزو توکو له رانیولو څخه بې برخي کړي.
د کندهار یو تن اوسېدونکی سید احمد وایي، تېر کال یې ډېر توکي رانیولي وه ځکه سرمایه یې ډېره وه خو سږ کال پيسې ډېري نه لري او د ډېرو لږو پيسو توکي یې رانیولي دي.
د کندهار یو بل اوسېدونکی نور احمد هم وایي، سږ کال یې د پخوا په پرتله پر وچه مېوه او نورو توکو شل سلنه پيسې هم نه دي ورکړي او ټوله یې ارزان بیه توکي رانیولي دي.
دوکاندارن بیا وايي، د پخوا په څېر په ښار کي زیاته ګڼه ګوڼه ده خو خلک د اختر لپاره ډېر کم او ارزانه توکي رانیسي.
یو تن دوکاندار احمد ضیاء وایي، پخوا به ډېری کسانو پسته، بادام، کاجو او نوره مېوه رانیول خو اوس اکثره کسان پر هغه مېوه پيسې نه ورکوي.
د کندهار اوسېدونکي وایي، د اقتصادي ستونزو تر ټولو لوی لامل بې روزګاري ده او دولت نه دی توانېدلی چي ډيرو خلکو ته د کار زمینه برابره کړي او د هغوی اقتصادي ستونزي حل کړي.