د کندهار او هلمند بزګران د پنبې د کښته بازار څخه شکايت کوي

د کندهار او هلمند بزګران وايي، چي په دې وروستيو کي د پنبې بازار کښته سوی دئ، د دوی په خبره چي مخکي به پنبه پاکستان او يا نورو هېوادونو ته تلل، مګر اوس پاکستان او کوم بل هېواد ئې نه غواړي، چي له امله ئې د يو کيلو پنبې نرخ ۴۰۰ کالدارو ته راغلی دئ.
د یادوني وړ ده چي، د پنبې د پروسس لپاره په کندهار او هلمند کي تر پنځوسو زیاتي فابریکي فعاله سوې، مګر د پنبې د بازار د خرابوالي له امله اوس ئې کارونه د سقوط په حال کي دي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *