د کندهار بڼوال او د میوې سوداګر شکایت کوي چي وطني میوه ئې بیه نلري.

د کندهار بڼوال او د میوې سوداګر شکایت کوي چي وطني میوه ئې بیه نلري او د بهر څخه راوړل سوې میوه بیا په لوړه بیه خرڅيږي. دوی وايي هر کال د دوی تازه میوو ته د صادراتو په برخه کی ستونزي جوړيږي او که خپلي میوې د ډیر وخت لپاره وساتي د سړو خونو د نشت له امله خرابيږي. د کندهاري بڼوالو او د میوو د سوداګرو د یادو ستونزو اړوند زموږ همکاره درخانۍ حیا راپور راکوي.