د کندهار د اطلاعات او کلتور ریس : د «احمدشاه بابا» د کور رغنیزي چاري به ډېر ژر بشپړي سي

د کندهار د اطلاعات او کلتور ریس وایي، د «احمدشاه بابا» د کور رغنیزي چاري د تاریخي ابدو د سبک سره سمي ترسره سوي او ژر به یې رغنیزي چاري بشپړي سي.

د اطلات او کلتور رییس «انعام‌الله سمنګاني» د کندهار ښار د لومړۍ ناحیې د «سدوزو» په کوڅه کي د افغانستان د بنسټګر احمدشاه بابا د کور د رغنیزو چارو د لیدني پر مهال ویلي، چي د یاد کور د بیارغوني چاري ۸۰ سلنه بشپړي سوي دي.

د احمدشاه بابا کور د کندهار ښار د لومړۍ ناحیې په سدوزو کوڅه کي موقعیت لري، چي ۳۰۰ کلن تاریخ لري او په «بخارایي» بڼه جوړ سوی دی.

احمدشاه بابا سیمه د افغانستان بنسټګر، د خپل وخت یو خورا ځواکمن امپراتور او په خپل وطن، دین او ولس مین شخصیت وو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *