د کندهار ښار د اوومي ناحيې د جنابي مسجد د سيمي اوسېدونکي پر کندهار ښاروالي نيوکه کوي، چي چرۍ ئې د کثافاتو ډکي سوي دي، خو کندهار ښاروالۍ تر اوسه پوري نه دي پاکي کړي.
د هغوی په خبره چي د دغي سيمي چرۍ د څو مياشتو راهيسي د کثافاتو ډکي دي، د سيمي اوسېدونکي ئې د بوۍ او چټلۍ څخه پعذاب دي، خو کندهار ښاروالي ئې نه پاکوي.
هغوی وايي چي کندهار ښار والي ټکس او ماليې پر ټاکلي وخت ورڅخه غواړي خو د چرۍ او کثافاتو پاکولو ته بيا پاملرنه نه کوي.
د دغي سيمي اوسېدونکي د کندهار ښاروالۍ څخه د دغو لښتيو د پاکولو غوښتنه کوي.