د کندهار د روغتیایي برخي څخه د مسلکي زده کړو فارغین د کار د نشتون څخه شکایت کوي

په کندهار کي په خصوصي روغتیايي برخه کي سلګونه هغه کسان چي تر مسلکي زده کړو وروسته فارغيږي د کار د نشتون څخه شکایت کوي. تازه له یوه خصوصي روغتيايي انسټیټوټ څخه فارغ سوي کسان وايي چي په روغتیايي خدماتي برخه کي دي دوی ته د کار کولو موقع ورکړل سي.