د کندهار د ځانمرګي په اړه نوي معلومات؛ ویل کیږي چي بریدګر په بلوچستان کي روزل سوی وو

ألمرصاد ویب پاڼي له یوې امنیتي سرچینې څخه تازه معلومات ترلاسه کړي چي د کندهار برید د (مادیاروف اسدبیک) له لوري تر سره سوی او دغه کس د منځنۍ آسیا د یو هیواد له اتباعو څخه وو.
ویل کیږي نوموړی له یو بل ملګري سره دوې میاشتي مخکي په بلوچستان ایالت کي د داعشیانو له خراسان څانګي سره یو ځای سوی وو.
دوی دواړو په تېرو دوو میاشتو کي په بلوچستان کي فکري، عقیدوي او نوره روزنه تر لاسه کړې وه.
ویل کیږي، چي (مادیاروف اسدبیک) له برید څخه څو ورځي تر مخه کندهار ته راغلی وو او د کندهار برید یې ترسره کړ.
د سرچینو له قوله د بلوچستان ایالت اوس د داعشیانو د خراسان څانګي یو له مهمو مرکزونو څخه دی.
دغه ویب پاڼه وایي، په دې ایالت کي داعشیان پټنځایونه، د روزني مرکزونه او د بم جوړولو ورکشاپونه لري.
ألمرصاد د مسکو برید ته په اشارې لیکلي چي د داعش خراسان څانګي له ځپل کېدو وروسته اوس د افغانستان په ګاونډ کي دغه ډلي ته مرکزونه جوړ سوي چي هر ډول تسهيلات ورته موجود دي او له همدغه هيوادونو څخه په افغانستان، سيمه او نوري نړۍ کي بريدونه پلانوي، چي د تيري پنج شنبې په ورځ د کندهار بريد يې ښه بيلګه ده.