د کندهار د کرني، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د معلوماتو پر اساس؛ سږ کال له کندهار څخه ۳۳ زره ۵۹۹  ټنه پیاز بهرنیو هېوادونو ته صادر سوي دي

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مطبوعاتي مسوول محمد حنیف حقمل ویلي چي سږ کال له کندهار څخه ۳۳ زره ۵۹۹  ټنه پیاز بهرنیو هېوادونو ته صادر سوي دي.

نوموړي زیاته کړې، د پیازو د تولید او صادراتو د زیاتوالي لاملونه د کندهار د کروندګرو هڅي او د کرنیزو چارو ښه مدیریت دی.

د دغو پیازو ډېره برخه متحدو عربي اماراتو، هند، قطر او پاکستان ته صادر سوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *