د کندهار د کرني اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري د څه باندې  شپږ میلیونه افغانیو په لګښت د ۳۵ شنو خونو د جوړېدو چاري پیل سوې.

دغه شنې خوني د بدیل معیشت پراختیایي بودیجې له لاري جوړېږي چي موخه یې، د بزګرانو اقتصادي ملاتړ، د میکانیزه کرني پراختیا او د کوکنارو بدیل اغېزمنه کرنه ده.

یادي شنې خوني د کرني، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په همکارۍ، د یوه خصوصي ودانیز شرکت په تخنیکي مرسته، په شپږو ولسوالیو کي د شپږ میلیونه او ۴۴۰زره افغانیو په ارزښت جوړېږي.

کښته میوند، لوړ میوند، ژېړۍ، ډنډ، دامان او پنجوایي هغه ولسوالۍ دي چي یادي شنې خوني به پکښي جوړي سي.

د معلوماتو له مخي، هره خونه به د ۱۸۴زره افغانیو په ارزښت جوړه سي چي ۲۰متره اوږدوالی او شپږ متره پراخوالی به ولري.