د کندهار د کرني ریاست مسوولین وايي چي د یاد ولایت په خاکرېز ولسوالي کي لسګونه بڼوالو ته د بڼوالۍ اړوند برخه کی روزنه ورکړل سوه

بڼوالو ته دغه روزنه د اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅه، د (UNDP) په مالي ملاتړ او د سولي بنسټ موسسې په تخنیکي همکاري ورکړل سوې.

د دې روزني هدف د بڼوالو ظرفیت لوړول او د کښتونو مدیریت کي د غوره لارو چارو وړاندي کول بلل سوي.

د کندهار د کرني ریاست ویاند محمدحنیف حقمل وايي، چي په دې پروسه کي بڼوالو ته یوازي نظري درسونه نه، بلکي عملي روزنه هم ورکړل سوه.

په دې اړه، بڼوالو ته د بڼ جوړونې، ښاخ‌ پرې کولو، د هرزه وښو مخنیوي، د حاصل راټولولو، د حاصلاتو ذخیره کولو، بسته‌بندۍ او مارکیټ ته د عرضه کولو په اړه معلومات ورکول سوي دي.

په ورته وخت کي، روزل سوي بڼوال د دې پروګرام څخه خوښ دي او د هرزه وښو د مخنیوي په برخه کي د نورو روزنیزو پروګرامونو د جوړولو غوښتنه کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *