د کندهار – روزګان لار د اورښتونو او سېلابونو له امله تړل سوې ده

د روزګان چارواکي وایي، د کندهار – روزګان لار د زیاتو اورښتونو او سېلابونو له امله د ترافیکو پر مخ تړل سوې ده.
د روزګان د امنیې قوماندانۍ ویاند بلال روزګانی وایي، دغه لویه لار نن سهار وتړل سوه او موټر چلوونکي دي تربلي خبرتیا پوري پر دې لاره تګ راتګ نه کوي.
د هغه په وینا، د روزګان د مرکز ترینکوټ او دهراوود ولسوالۍ لویه لاره هم د ترافیکو پرمخ تړل سوې چي د خلاصون لپاره یې هڅي پیل سوي دي.
د تیرو څو ورځو سختو اورښتونو او سېلابونو له امله د روزګان ولایت په مرکز او ولسوالیو کي ۱۲ کسان مړه سوي، ۳۶ تنه نور ټپیان دي او دغه راز سلګونه کورونه او زرګونو جریبه کرنیزه مځکه هم خرابه سوې.