د کندهار سوداګرو د‌ کندهار څخه هند ته سل ټنه انځير صادر کړي

د کندهار څخه سوداګرو څراغ تلوېزيون ته ويلي، چي د دغه ولايت څخه هند هيواد ته ئې سل ټنه انځير لېږلي.
د هغوی په خبره، چي تر دې مخکي په کندهار کي د انځيرو خرڅول په ټپه ولاړ وه او بزګران د سختو اقتصادي ستونزو سره مخ وه، چي د دغو صادراتو په وسيله به يو ځل بيا د انځيرو د سوداګرو او بزګرانو له پاره يو ښه چانس برابر سي.
د کندهار سوداګر وايي، چي د هند سره د انځيرو دغه صادرات شاوخوا ۷۰۰ زره ډالره اټکل سوي دي .
بايد وويل سي، چي د ط.. البانو د‌ بيا واکمنۍ د پيل څخه تر دې دمه پوري دا لومړی ځل دئ، چي د هند هيواد سره د انځيرو صادرات تر سره کېږي.