نن، د ۲۰۲۵ کال د جولای په ۲۱ مه، د کندهار ښار په عینو مینه کي د اتل کندهار شورم مالک سردار محمد، چې په عام ډول د “ماما” په نامه مشهوره دی، د عینو سالون سره نژدې د نامعلومو وسله والو لخوا ویشتل سوی او ټپي سوی دی. دا پیښه د عینو مینې په هغه سیمه کې رامنځته سوې چې ویل کیږي د طالبانو د مشر هبتالله اخندزاده د اوسیدو ځای دی او د لوړ امنیتي تدابیرو دپاره مشهوره ده. خو د دې ادعاوو سره سره، په دې سیمه کې ورته پیښې په مکرر ډول ترسره کیږي.
د راپورونو له مخې، نن د ماښام شاوخوا ۹ بجې (د کندهار په محلي وخت) د اتل کندهار موټر فروشي مالک سردار محمد مشهور په ماما د نامعلومو کسانو لخوا په نښه سوی. بریدګرو، چې د هویت په اړه یې تر اوسه معلومات نه دي خپاره سوي، نوموړی ویشتلی او د پیښې وروسته د سیمي څخه تښتېدلي. سردار محمد، چې په دې برید کې سخت ټپي سوی، سمدستي د کندهار ښار مهمند روغتون ته انتقال سوی. د روغتوني سرچینو په وینا، د نوموړي روغتیایي حالت د اندیښنې وړ دی او لا هم تر درملنې لاندي دی.
عینو مینه، چې د کندهار ښار یوه مهمه او نسبتاً ارامه سیمه بلل کیږي، د طالبانو د مشر هبتالله اخندزاده د اوسیدو ځای په توګه پیژندل کیږي. طالبانو تل ادعا کړې چي دا سیمه د لوړو امنیتي تدابیرو لاندي ده، خو د ورته پیښو دوام دا ادعاوي تر پوښتني لاندي راولي. د عینو مینې اوسیدونکي او محلي سوداګر وایي، که څه هم دا سیمه د امنیت له پلوه حساسه ده، خو د وسلهوالو بریدونو او جنایي پیښو کچه پکښي کمه نه ده.
د راپورونو له مخي، طالبان په کندهار او نورو سیمو کې د ورته پیښو په اړه د رسنیو راپور ورکولو ته اجازه نه ورکوي. دا محدودیتونه د دې لامل سوي چې په عینو مینه او د کندهار په نورو برخو کې د ورته بریدونو او جنایي پیښو په اړه کره معلومات ترلاسه کول ستونزمن سي. دا چلند د طالبانو له خوا د اطلاعاتو د کنټرول او د ازادو رسنیو د مخنیوي هڅه منعکس کوي، چې د دې پیښي په اړه د نورو جزییاتو د نه خپریدو لامل سوي دي.
پر سردارمحمد وژونکی برید د کندهار په عینو مینه کې د امنیتي وضعیت د خرابوالي یوه روښانه نښه ده. دا پیښه د طالبانو د هغه ادعاوو په وړاندي جدي پوښتني راپورته کوي چې دوی په دې سیمه کې بشپړ امنیت ټینګ کړی دی. د سردارمحمد د روغتیایي حالت په اړه نور معلومات لا نه دي خپاره سوي، او د برید کوونکو هویت او د دوی انګیزه هم تر اوسه ناڅرګنده پاته ده. د رسنیو د محدودیتونو له امله، د دې پیښي په اړه د بشپړ او کره معلوماتو ترلاسه کول ستونزمن دي.