د کندهار له مرکزي زندان څخه د دریو تنو زندانیانو د تیښتي مخه نیول سوې

د کندهار د مرکزي زندان رییس مولوي محب‌الله ګرمسیري وايي؛ دریو تنو زندانیانو غوښتل، چي په ډېر مهارت او د جوړ سوي پلان له مخي له مرکزي زندان څخه وتښتي؛ خو د دې زندان د امنیتي ساتونکو له لوري یې مخه نیول سوې.
د هغه په خبره؛ د زندان یو تن ساتونکی چي د دې تیښتي مخه یې نیولي وه، نغدي جایزه ورکول سوه او د نورو همکاریو ترڅنګ نورو ساتونکو ته هم پر زندان د ښې پاملرني او خوندي امنیت رامنځته کولو په موخه ځانګړي لارښووني سوي دي.
ګرمسیري زیاته کړې؛ دغه راز دوو تنو پایوازانو چي غوښتل یې یوه اندازه نشه‌يي توکي او یو میل قلم ډوله توپنچه زندان ته داخل کړي، د دغه زندان د امنیتي کسانو له لوري تر دقیقي تلاښۍ وروسته نیول سوي دي.
واک ته د ا.ا له رسېدو وروسته دا لومړی ځل دی چي په کندهار کي مسوولین له مرکزي زندان څخه د زندانیانو د تيښي ناکامه هڅي خبر ورکوي خو د زندانیانو په اړه چي سیاسي دي که جینايي څه نه دي ویل سوي.