د فراه ولايت څخه ځايي سرچينو د جمعې په ورځ څراغ تلوېزيون ته ويلي دي، چي تېره شپه د کندهار – هرات پر لویه لار باندي يو ۵۸۰ مسافر وړونکی بس او ټانکر ترمنځ ټکر سوی، چي له امله ئې دوه کسان وژل سوي دي.
د سرچينې په خبره چي دواړه موټرونه سوځېدلي دي او په وژل سوو کسانو کي د ۵۸۰ بس موټر او ټانکر چلوونکي شامل دي.
د يادولو وړ ده چي د دغه ترافيکي پېښي په اړه تر اوسه پوري د فراه ولایت امنيتي چارواکو څه نه دي ويلي.