د هرات د ط..البانو امنيې قومندانۍ د چهار شنبې په ورځ ويلي، چي د سې شنبې ماځيګر مهال د کندهار – هرات پر لويه لار باندي په يوه ترافيکي پېښه کي درې کسان وژل سوي.
هغوی ويلي، چي دغه ترافيکي پېښه د موټر چلوونکو د بې احتياطۍ له امله رامنځ ته سوې ده.
بايد وويل سي چي په افغانستان کي د ترافيکي اصولو د نه مراعتولو له امله هره ورځ ګڼ شمېر ټکرونه کېږي، چي له امله ئې زيات شمېر کسانو ته مرګ ژوبله اوړي.