د کندهار پر اسمان د تیري شپې راهیسي تر نن غرمې بې پيلوټه الوتکه ګرځېدل

د کندهار اوسېدونکي وايي، له تیري شپې راهیسي تر نن غرمې پوري د دغه ولایت پر اسمان بې پېلوټه الوتکه ګرځېدل.
ځینو رسنیو راپور ورکړی چي د کندهار تر څنګ په نیمرز ولایت کي هم څو ځله بې پېلوټه الوتکه په هوا کي لیدل سوې ده.
چارواکو په دې اړه تر اوسه څه نه دي ویلي، خو تر دې مخکي هم څو ځله بې پيلوټه الوتکي د افغانستان پر فضا ګرځيدلي او د اسلامي امارت د دفاع وزیر په شمول څو چارواکو ویلي وه چي د هیواد فضا یې په کنټرول کي نه ده.
د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شیرمحمد عباس ستانکزي څه موده مخکي ویلي وه چي د افغانستان فضا لا هم د امریکا له لوري په بې پېلوټه الوتکو څارل کیږي او دا الوتکي له پاکستان څخه افغانستان ته راځي.