د کندهار په ارغستان ولسوالۍ کي یوه ځوان ځان وژنه کړې

سرچینې وایي، د کندهار د ارغستان ولسوالۍ په باکلزي کلي کي تېره ورځ (یک شنبه) ماځیګر یوه ځوان ځان وژنه کړې ده.
سرچینې وايي، د اسدالله په نوم دغه کس ځان ځړولی او په دې توګه یې ځان وژنه کړې.
د وژل سوي ځوان کورنۍ د هغه وژنه تاییدوي خو وایي، لامل یې لا نه دی څرګند چي هغه ولي دا کار کړی دی.
دا په تېره شاوخوا یوه اونۍ کي دوهم کس دی چي په ارغستان ولسوالۍ کي ځان وژنه کوي خو ښکاره لامل یې لا نه دی څرګند.
له دې وړاندي هم په کندهار ښار او ولسوالیو کي دې ته ورته پيښي رامنځ ته سوي چي لوی لاملونه یې کورنی تاوتریخوالی، اقتصادي ستونزي، بې روزګاري او بې علمي بلل کیږي.