د کندهار په ارغنداب ولسوالي کي د اوبو د یوه چیکډيم د جوړېدو چاري پيل سوې

مسوولین وایي، د کندهار د کرني، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت له لوري د کندهار د ارغنداب ولسوالۍ اړوند د محمد یعقوب خان کلاچې ختیځ لور ته د تړلي درې په نوم د اوبو د یوه چیکډیم د جوړېدو چاري پيل سوې.
د کندهار د کرني، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست ویاند ننګیالی سمون وايي، د اوبو دغه چیکډیم چي چاري یې تېره ورځ پيل سوې د درې میلیونه افغانیو په لګښت د مشرتابه د حکم او ځانګړي سوي بودیجې په اساس جوړیږي.
د هغه په وینا، د دې چیکډیم په جوړېدو سره به ۴۰۰۰ متره مکعب اوبه ذخیره سي چي تر مځکي لاندي د اوبو کچه به ورسره راپورته سي.