د کندهار په سپين بولدک ولسوالۍ وسله وال کس يو پاپړ خرڅوونکی وژلی

د کندهار څخه ځايي سرچينو څراغ تلوېزيون ته ويلي، چي د دغه ولايت د سپين بولدک ولسوالۍ په شهيد بازار کي يو وسله وال کس يو پاپړ خرڅوونکی ويشتلی او وژلی دئ.
د کندهار ط..البانو هم دغه پېښه منلې او ويلي ئې دي، چي د دغه پاپړ خرڅوونکي د وژلو په تور ئې د هغه خسر نيولی.
ط..البانو ويلي چي خسر ئې اعتراف کړی، چي زوم ئې تېر کال لور وژلې وه، ځکه ئې هغه وژلی دئ.
د يادوني وړ ده چي دغه وژل سوی کس اصلي د ارزګان ولايت اوسېدونکی و.