د کندهار په غورک ولسوالۍ کي د پاکو اوبو یوه شبکه جوړه سوه

مسوولین وایي، د کندهار د غورک ولسوالۍ په پیر قدم کلي کي د پاکو اوبو یوه شبکه جوړه او نن چهار شنبه ګټي اخیستني ته وسپارل سوه.
د کندهار د اقتصاد ریاست ویاند کمال شاه سادات وایي، دغه شبکه د کندهار اقتصاد ریاست په هڅو د ماشومانو د ساتني نړیوالي موسسي په مالي او تخنیکي همکارۍ د ۵۸ زره ۶۱۲ امریکايي ډالرو په لګښت جوړه سوې.
ده زیاته کړه، چي د دغه پروژې د تطبیق پر مهال د یادي سیمي ۹۰۰ بې روزګاره ځوانانو ته هم د ۳ میاشتو لپاره د کار زمینه برابره سوې وه.
د دغه سیمي اوسېدونکي هم وایي، خوښ دي چي د پاکو اوبو شبکه ورته جوړه سوې خو غوښتنه کوي چي د دغه سیمي پاته کورنیو ته هم باید ورته د اوبو شبکې جوړي سي.