د کندهار په میوند ولسوالۍ کي یوه خسر له خپل زوم څخه سترګي کښلي

چارواکي وايي، د کندهار په میوند ولسوالۍ کي یوه خسر او اخښیانو د خپل زوم دواړي سترګي ایستلي دي او هغه یې په چاقو هم وهلی دی.
د کندهار د امنیې قوماندانۍ مسوولین وایي، یوه کس خپل زوم د ډوډۍ په بهانه خپل کور ته ورغوښتی وو او بیا یې دواړي سترګي ورڅخه کښلي دي.
د چارواکو په وینا، په دې اړه لا هم پلټني رواني دي چي د پېښي لامل څه وو.
ویل کیږي د دغه کس او د هغه د خسر تر منځ کورنۍ ستونزي له ډيري مودې راهیسي موجودي وې.