د کندهار په واټونو کي د کرکټ د بریا پر لمانځلو بندیز؛ امیرخان متقي بیا له راشد خان سره د بریا په اړه خبري کړي

د افغان لوبډلي تر تاریخي بریا وروسته په بېلابېلو ولایتونو کي زرګونه کسان واټونو ته راووتل او دا بریا یې په جم او جوش ولماځل.
کندهار کي هم پلان وو چي نن شپه ځوانان دغه بریا په ولمانځي خو امنیتي ځواکونو له خلکو په کلکه غوښتي چي بریا دي په واټونو کي نه لمانځي او له راټولېدو څخه دي ډډه وکړي.
بل خوا د ا.ا د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي د کرکټ ملي لوبډلي د بریا په اړه د لوبډلي له مشر راشدخان سره تلیفوني خبري کړي او هغه ته یې مبارکي ویلې.