د کندهار په پنجوايي ولسوالۍ کي موټرسایکل سپرو یو کس وژلی

چارواکي وایي، د کندهار د پنجوایي ولسوالۍ په زلخان سیمه کي موټرسایکل سپرو وسله والو یو کس ویشتلی او وژلی دی.
د کندهار د امنیې قوماندانۍ ویاند ملا اسدالله جمشید وایي، دغه کس تېره شپه وژل سوی او وژونکي یې له سیمي څخه تښتېدلي دي.
ده زیاته کړه، د پېښي انګېزه تر اوسه معلومه نه ده خو د قاتلینو په اړه پلټنه روانه ده.
د پنجوايي ولسوالۍ د زلخان سیمي اوسېدونکي بیا وایي، وژل سوی کس ملک اسماعیل نومېدی او په دغه سیمه کي د یوه کلي ملک وو.
د دوی په وینا، ملک اسماعیل د شخصي دښمنۍ له امله وژل سوی دی.
له دې وړاندي چارواکو د کندهار په ارغنداب ولسوالۍ کي تېره ورځ د یوه ځوان د وژني خبر ورکړی وو چي جسد یې ټوټه سوی او بیا په یوه ګونۍ کي ايښودل سوی وو.