د کندهار په پنجوایي ولسوالي کي د یوه سپین ږیري کس جسد تر لاسه سوی

د کندهار ولایت په پنجوايي ولسوالي کي د یوه سپین ږیري کس جسد تر لاسه سوی چي په اور سوځول سوی دی.
امنیتي مسوولین وايي، د وژل سوي سپین ږیري جسد نن پنج شنبه د یادي ولسوالۍ په خیبر غره سیمه کي تر لاسه سوی او بیا مرویس روغتون ته لېږدول سوی دی.
د کندهار د امنیې قوماندانۍ چارواکي وایي، له دغه کس سره کوم اسناد یا نور څه نه دي موندل سوي تر څو معلومه سي چي هغه څوک او د کوم ځای دی.
دا جسد داسي مهال موندل کیږي چي شاوخوا درې اونۍ مخکي هم د کندهار ولایت په ارغنداب ولسوالۍ کي د یوه ځوان جسد موندل سوی وو چي په چاړه وژل سوی وو.