د کندهار په پنجوایي ولسوالۍ کي په ناڅاپي نس ناستي د اخته کسانو درملنه پیل سوې.

د کندهار په پنجوایي ولسوالۍ کي په ناڅاپي نس ناستي د اخته کسانو درملنه پیل سوې.
دغه ولسوالي کي، له تېرو څو ورځو راهیسې پا ناڅاپي بڼه د نس ناستي ناروغۍ “شدیده بڼه” په پراخه کچه خپره سوې او تر دا مهاله سلګونه کسان په اخته سوي دي.
د کندهار د عامي روغتیا ریاست له لوري په رالېږل سوې خبر پاڼه کي ویل سوي، چي سیمي ته یې د یونسیف ادارې په مرسته روغتیایي ډله لېږلې او د اخته کسانو د درملني بېړنۍ چاري یې پیل کړي.
خبرپاڼه وړاندي کاږي، چي د یادي ناروغۍ د زیات خپرېدو د مخنیوي لپاره یې د یونسیف ادارې د SBC او واش څانګو په مرسته ۵۰ کورنیو ته د حفظ الصحې کېټونه، د اوبو د پاکوالي ګولۍ او له ناروغۍ څخه د ځان ساتني په موخه تبلیغاتي پاڼې هم وېشلي دي.
که څه هم تر اوسه د یادې ناروغۍ د بېړني خپراوي لاملونه دقیق نه دي، خو هر کال د دوبي سخته ګرمي، پاکو اوبو ته نه لاسرسی او په اړه یې د خلکو نه پوهاوی عمومي لاملونه ګڼل کېږي.