د کندهار په ژړۍ ولسوالي کي د خلکو تر منځ د شخړي پر مهال اتو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

سیمه ییزي سرچینې وایي، تېره شپه د ژړۍ ولسوالۍ په سنځري سیمه کي د حاجي جان او ډاکټر نور احمد د کورنیو تر منځ د مځکي پر سر لفظي شخړه رامنځ ته سوې چي وروسته یې فزیکي شخړه کړې ده.
د دغه شخړي پر مهال د عبدالله په نوم کس چي مشهوره په لالا دی د چړې وهلو له امله ژوند له لاسه ورکړی او د هغه د کورنۍ اووه کسان ټپيان سوي هم دي.
په دې پېښه کي د بلي کورنۍ یو ځوان چي علي احمد نومیږي سخت ټپي سوی، مور او دوه وروڼه یې سربیرن خوږ سوي دي.
چارواکو د دې پيښي په اړه تر اوسه رسنیو ته څه نه دي ویلي.