د کندهار په ښوراندام کي د مېوو د سرایونو حالت ډېر خراب دی

د کندهار په ښورندام کي د وچي مېوې سرایونه چي هره ورځ پکښي د میلیونونو افغانیو معاملات کیږي وضعیت یې تر باران وروسته ډېر خراب سوی او ډيری مېوې خرابي سوي دي.
په دغه سرایونو کي کاروباریان وایي، ډېر ځله یې په صنعتي پارک او د مېوې په سرایونو کي د اوبو د وتلو سیسټم او سړکانو د جوړېدو غوښتنه کړې ده خو له دې سره سره چي مالیات ورکوي څوک يې ږغ نه اوري.