د کندهار ښاروالۍ له خوا په ۷مه ناحیه کي د پنځو کوڅو د کانګرېټولو چاري رواني دي

د کندهار ښاروالۍ ویاند سیف‌الله عاصم وايي، ښاروالي د خپلو انکشافي کارونو په لړ کي د کندهار ښار د اوومي ناحیې اړوند دوهم ګذر کي د یوې چرۍ په ګډون د پنځو کوڅو د کانګرېټولو چاري په اساسي او معیاري ډول راپيل کړي دي.
د هغه په وینا، یادي کوڅې ۸۲۴ متره اوږدوالی لري او د جوړېدو په برخه کي یې ۱۰۵ تنو ته په مسلکي او غیري مسلکي ډول د کار زمینه هم برابره سوې ده.
عاصم زیاته کړه، د دغه کوڅو د جوړېدو چاري ۲۲ ورځي مخکي پيل سوي او پاته رغنیزي چاري به یې د دریو میاشتو په موده کي بشپړي سي.
بل خوا د کندهار اوسېدونکي وایي، اکثره د کوڅو او چریو د نه جوړېدو له امله د اورښتونو په موسم کي اوبه د خلکو کورونو یا هم سړکونو ته اوړي چي بیا خلکو ته درانه زیانونه رسوي.
دوی غوښتنه کوي چي په ښار کي باید ټولي کوڅي او چرۍ په معیاري ډول جوړي سي تر څو د ډیرو اوبو د راتلو پر مهال اوبه کورونو ته وانه وړي.
سږ کال هم په روان ژمي کي د ښار په ځینو ناحیو کي د ډیرو اوبو د راتلو او چریو بندېدو له امله ډېری کورونو ته اوبه ورغلي وې.