د کندهار ښاروالۍ مسوولین وايي، چي د دغه ښار د پنځلسمي ناحیې اړوند په درېیم ګذر کي د نږدې ١٠٠٠ مترو په اوږدوالي د یو معیاري کانال د جوړېدو چاري پیل سوي دي

سرچینې ویلي، دغه کانال به ٩٠٠ متره اوږدوالی، ۷۰ سانتي متره پلنوالی او ۸۰ سانتي متره لوړوالی ولري او په اساسي ډول به د سیمي د اوبو د ډنډېدو ستونزه حل کړي.

د دغه رغنیزي پروژې په ترڅ کي شاوخوا ۱۰۰ کسانو ته د کار زمینه برابره سوې ده

د سیمي اوسېدونکي د کانال له جوړېدو هرکلی کوي او وایي، چي د دې کانال جوړېدل نه یوازي د باران اوبو د ډنډېدو ستونزه حلوي، بلکي د سیمي په ښکلا او حفظ الصحې کي هم مهم رول لوبوي.

د یادوني وړ ده، چي د اسلامي امارت له واکمنېدو وروسته د هیواد په ډېری ولایتونو کي ګڼي رغنیزي پروژې پیل سوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *