د کندهار ښار د ۱۳ حوزې اوسېدونکي د دغې سیمي د مانده؛ د جوړېدو غوښتنه مو څو ځله کړې خو ښاروالۍ اقدام نه دئ کړی

د کندهار ښار د ۱۳ حوزي د چوڼۍ د سیمي اوسېدونکي شکایت کوي، چي دغه د چټلو اوبو مانده د کلنو راهیسي همداسي لوڅ پاته دئ، سر ئې نه دئ پوښل سوی، چي څو ځله د دغې سیمي خلګو د کندهار ښاروالۍ ته هم شکایت کړی خو جوړ سوی نه دئ.
دغه خلګ وايي چي  کورونو ته په خاص ډول چي باران وسي، تګ او راتګ په سختۍ کوي او په خبره ئې چی د باران پرمهال د دې امکان هم وي، چي دغه مانده کوچنیان یوسي.
هغوی د کندهار ښاروالۍ او اړوند ادارو څخه غوښتنه کوي، چي د دغه مانده سر دي وپوښل سي، ترڅو د یادي سیمي خلګ په اسانۍ تګ و راتګ ورباندي وکړي.