د کندهار ښوونکي وايي اختر ته دوې ورځي پاته دي خو دوی لا د عزيزي بانک څخه معاش نه دئ تر لاسه کړی

د کندهار د ښوونځیو ښوونکي شکایت کوي، چي عزيزي بانک ته هره ورځ د معاش اخیستلو له پاره سهار وختي ورځي، خو تر ماښام پوري نوبت ورته نه رسیږي.
هغوی وایي، چي د معاش اخیستلو پروسه خورا ستونزمنه ده او دې ته اړتیا لري چي اسانتیاوې ورته برابري سي.
د دوی په وينا چي اختر ته صرف دوې ورځي پاته دي خو دوی تر اوسه هم د رش له امله د‌ عزيزي بانک څخه خپل معاش نه دئ تر لاسه کړی.
دغه ويډيو چي د کندهار د عينومېني د عزيزي بانک د څانګي څخه ثبت سوي پکښي ښکاري، چي په زرګونو ښوونکي د معاش اخېستلو له پاره د ياد بانک مخ ته په نوبت کښي ولاړ دي او په ساعتونو ساعتونو د معاش تر لاسه کولو له پاره په اوږدو لينو کښي انتظار کوي.