د کندهار د پنجوايي ولسوالۍ يو تن اوسېدونکي دغه ويډيو څراغ تلوېزيون ته لېږلې ده او وايي چي په کندهار د تازه ميوو او سبزيجاتو د بازار د نه موجوديت له امله کروندګر د ستونزو سره مخ دي.
هغه وايي چي په دغه ولسوالۍ کي د روميانو پراخ کښتونه سوي، خو خرڅېږي نه او په کروندو کي خراب سوه.
هغه وايي چي يو من روميان د کندهار په مارکيټونو کي په لس افغانۍ خرڅېږي، پنځه افغانۍ تر بازار پوري کرايه ده او دوې افغانۍ د مارکيټ کمېشن دئ او يوه افغانۍ د کڅوړي قيمت دئ.
چي وروسته کروندګر ته دوې افغانۍ پاتېږي.
کروندګر وايي ټول کال مي زحمت ايستلی خو د بازار د خرابوالي له امله ئې روميان په مځکه کي خراب سوه.
هغوی د ط..البانو څخه غوښتنه کوي، چي د پاکستاني رومیانو راتګ دي افغانستان ته و دروي او د خپلو کروندګرو د حاصلاتو له پاره دي بازار جوړ کړي