سرچیني وایي، په کندوز کي د نن سهار ځان مرګي برید چي د کندوز کابل بانک څانګي ته نږدې ترسره سو د مړو شمېر ۲۵ تنو ته رسېدلی او ۳۰ نور ټپیان دي.
دا په داسي حال کي ده چي طـ،البانو د یادي چاودني د تلفاتو شمېر مخکي یوازي پنځه تنه اعلان کړی دی.
د کندوز د امنیه قوماندانۍ مسوولینو ویلي، چي د دې برید قربانیان نظامیان او ملکي وګړي دي.
د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي، د قطر دولت او ځینو نورو بنسټونو دغه چاودنه په کلکه غندلې ده.
تر اوسه پوري هیڅ کس یا ډلي د دې برید مسوولیت نه دی منلی خو له دې وړاندي د دا ډول بریدونو مسوولیت داعـ.ش ډلي پر غاړه اخیستی دی.