ځايي سرچینې وايي، چي د کندوز په چاردره ولسوالۍ کي د ط…البانو او ناڅرګندو وسلوالو ترمنځ نښته سوې ده.
د سرچینو د معلوماتو له مخي، دا نښته نن د دوشنبې په شپه، شاوخوا ۸:۳۰ بجې د چاردرې ولسوالۍ اړوند د دوبندي په کلي کي سوې او تر لس نیمو بجو یې دوام درلود.
د سرچېنې په وینا، نښته د ط…البانو پر یوه پوسته باندي سوې ده.
تر اوسه د مرګژوبلي او مالي زیانونو په اړه دقیق معلومات نهدي ورکړل سوي او ط…البان هم لا په دې اړه څه نهدي ویلي.