د افغانستان په ختيځ ولايت کنړ کي زلزله ځپلي کسان سرپناه، خوړو، د څيښلو پاکو اوبو، روغتيايي او دې ته ورته نور خدماتو ته اړتيا لري.
د دغه ولايت زلزله ځپلي د بهرنيو هيوادونو د مرستو په ملاتړ تر خېمو لاندي ژوند تېره وي، که ئې لاس نيوی ونه سي د ژمي په موسم کي به ئې ژوند د ستر ګواښ سره مخ سي؛ خو د ط..البانو مشر د هغوی سره د مرستي پر ځای په دغه ولایت کي د م.لايانو له پاره د قضا او فتوا تخصصي پوهنتون جوړوي.
د ط..البانو د لوړو زدهکړو وزارت ويلي چي د دې ډلي د مشر م.لا هب.ت الله په حکم په کنړ ولایت کي د «افتاء او قضاء تخصصي جامعه» جوړوي.
دغه وازرت ويلي، چي په ياده جامعه کي به د شريعت اړوند زده کړي کېږي؛ تر څو د افغانستان قضایي او شرعي بهیرونه لا پیاوړي او قوي سي.