سرچینې وایي، د کور او ښار جوړوني وزارت مالي او اداري مرستیال ارسلا خروټی په نني ځانمرګي برید کي ټپي سوی دی.
د سرچینو د معلوماتو له مخي په دغه ځانمرګي برید کي دوه کسان وژل سوي او درې نور ټپیان سوي دي.
د کورنیو چارو وزارت منلي، چي د ښار او کور جوړوني په وزارت کي ځانمرګی برید سوی، خو تر اوسه یې د ارسلا خروټي د ټپي کېدو په اړه څه نه دي ویلي.
د کور او ښار جوړوني وزارت ویاند محمد کمال افغان رسنیو ته ویلي، چي ځانمرګي بریدګر وزارت ته د داخلیدو پلان درلود، خو امنیتي ځواکونو وزارت ته د داخلیدو پر مهال له منځه وړی دی.
تر اوسه د دغه برید مسولیت هیڅ ډلي پرغاړه نه دی اخیستی، خو دې ته د ورته نورو بریدونو مسولیت داعـ.ش ډلي منلی دی.
له دې وړاندي د لیندۍ میاشتې په ۲۱مه د کډوالو چارو وزیر خلیل الرحمن حقاني د وزارت دننه د مسجد څخه د راوتلو پر مهال د ځانمرګي برید په ترڅ کي وژل سوی وو.
د هغه ځانمرګي برید مسولیت داعش خراسان ډلي پر غاړه اخیستی وو.