د کونړ اوسېدونکي د ځنګلونو د ساتني په برخه کي همکاري غواړي

د کونړ چپې درې ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، په خپله سیمه کي يې د نښترو او څېړيو ځنګل د قومي مشرانو په مټ ساتلی دی.
د دوی په خبره، د کونړ په ډېری سیمو کي په تېرو نژدې څلورو لسیزو کي په زیاته اندازه ځنګل وهل سوی او ډېری لرګي يې پاکستان ته په قاچاقي ډول وړل سوي دي، خو دوی چاته اجازه نه‌ده ورکړې چي ځنګل ته يې زیان ورسوي.
دوی دا هم وايي، چي د طبیعي افتونو او اور لګېدني له امله یو څه ځنګل له‌منځه تللی دی، چي د بیارغوني غوښتنه یې کوي.
د ځايي اوسېدونکو په خبره په تېرو کلونو کي وچکالیو او پکښي لګېدلو اورونو د ځنګل یو شمېر برخي تخریب کړي او رغوني ته اړتیا لري.
د دوی په وینا، ځنګلونه ملي پانګه ده، زیاتي ګټي لري او ساتنه يي هم د حکومتونو او قومونو ګډه دنده ده.